وروستي خبرونه
کابل کې د ټاکنیز کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی
د افغانستان پلازمېنې کابل ښار ختیځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه ددغه کمیسیون د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی، چې د امنیتي چارواکو په وینا، دوه پولیس او د کمیسیون څلور کارکوونکي پکې ټپیان شوي.
د غني سفر؛ لښکرګاه کې د توغندي برید شوی
د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نن ګهیځ (لړم پنځمه/اکتوبر ۲۸مه) د ولسمشر غني تر رسېدا وروسته بُست هوټل ته نژدې یو هاوان لګېدلی دی، چې د چارواکو په وینا، مرګ ژوبله نه لري.
داعش ډلې په سوریه کې هغه ځواکونه مړه او ټپيان کړي چې امریکا یې ملاتړ کوي
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې داعش ډلې وسله والو د سوریې په ختیځ کې لسګونه هغه ځواکونه مړه او ټپيان کړي دي چې امریکا یې ملاتړ کوي.
ناټو د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي
ناټو اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې په بهیر کې به مرسته وکړي.
هغو شرکتونو ته چې مالیه یې نه ده پرې کړې، د مالیې وزارت خبرداری!
د افغانستان د مالیي وزارت خبرداری ورکوي چې که چېرې شرکتونه خپلې جریمې پرې نه کړي، نو بانکي حسابونه به یې بند او ممنوع الخروج به اعلان شي.
"ملا برادر په پاکستان کې له زندانه خوشې شوی دی"
د طالبانو ځينو سرچینو رسنیو ته منلې چې د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر د چارشنبې پر ورځ د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ماځيګر مهال پاکستان خوشی کړی دی.