وروستي خبرونه
د پاکستان صدراعظم د مولانا سمیع الحق د قاتلانو د نیولو غږ کړی
د پاکستان صدراعظم، عمران خان د جمعیت علماء اسلام ډلې د مشر، مولانا سمیع الحق قتل غندلی او د هغه د قاتلانو د نیولو غږ یې کړی دی.
"اسیه بي بي به له پاکستانه وتلو ته نه پرېښودله کېږي"
د پاکستان حکومت له هغو مظاهره کوونکو سره یوې هوکړې ته رسېدلی چې اسلام ته د سپکاوي په تور د نیول شوې مسیحۍ مېرمن اسیه بي بي پر براءت قهرېدلي وو.
پیغمبر ته په سپکاوي د تورنې مېړه لوېدیځ کې پنا غواړي
د پاکستان ستره محکمه کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسیه بي بي مېړه وايي، اوس یې کورنۍ پاکستان کې په لوی خطر کې ده او بهر کې پنا غواړي. د برتانیا د کورنیو چارو وزات دې غوښتنې ته عمومي ځواب ورکړی دی.
هند او چین ویلي چې له ایرانه به د تېلو اخیستو ته دوام ورکړي
پهداسې حال کې چې د ایران د تېلو پر صادراتو د امریکا د بندیزونو لګولو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، هند او چین ویلي چې له ایران څخه به د تېلو اخیستو ته دوام ورکړي.
افغان ټاکنې: د ولسمشرۍ ټاکنو مهال وېش اعلان شو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په پام کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوملیکنه د لیندۍ پر ۲۴مه پیل او ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه وشي.
'د لاین ایر' الوتکه د جاکارتا اوبو کې لوېدلې
د لاین ایر شرکت اړوند بوینګ ۷۳۷ په نوم یوه مسافر وړونکې الوتکه د اندونیزیا جاکارتا سیند کې لوېدلې ده.