وروستي خبرونه
زلمی خلیلزاد د سولې هڅو لپاره کابل ته تللی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان ولسمشر ته د سولې د هلو ځلو او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي.
ترکیه: د افغانستان او نورو هېوادونو د ګډو پروژو ملاتړ به کوم
ترکیه وايي، په سیمه کې به د افغانستان او نورو هېوادو ترمنځ د ګډو پروژو ملاتړ وکړي.
انټرفاکس: د طالبانو ډله وایي، له کابل سره مستقیمو خبرو ته چمتو نه دي
د وسله والو طالبانو يوه استازي په مسکو کې ويلي چې د افغانستان له حکومت سره لا هم مستقيمو مذاکرو ته چمتو نه دي.
ملګري ملتونه: د ځمکې د اوزون طبقه د تدریجي رغېدو په حال کې ده
ملګري ملتونه په یوه نوې څېړنه کې وايي، د ځمکې د اوزون طبقه یا پوړۍ چې مضرو کېمیاوي ګازونو د کلونو په ترڅ کې زیانمنه کړې، په تدریجي ډول د رغېدو په حال کې ده.
پاکستان د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي له بند خوشې کړه
د پاکستان د سترې محکمې له لوري بري شوې عیسوۍ اسیه بي بي له ملتان جېل خوشې شوه.
نن د امریکا د کانګرس د دواړو خونو منځمهالي انتخابات ترسره کېږي
ټاکل شوې چې نن د امریکا د کانګرس د دواړو خونو لپاره منځمهالي انتخابات ترسره شي.