د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وايې: سعودي جګړه نه غواړي انصارالله دې هم ورته اقدام وکړي

بلنکن ویلي چې سعودي عربستان د یمن جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او په وینا یې انصارالله دې هم ورته اقدام وکړي. بلنکن زیاته کړې، د یمن مستعفي حکومت او سعودي عربستان په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده، غواړي دغې کشالې ته حل لاره ومومي نو انصارالله ډلې ته هم په کار ده چې نور په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسوي. نوموړي دغه راز له حوثيانو هم ورته غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې حوثيان هم باید مرزي بریدونه ودروي او د سولې خبرې له سره پیل کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ملګري ملتونو عمومي منشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې په یمن کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی او په دغه هېواد کې یې د جګړې پر درېدو ټينګار کړی دی


پرنت   ايميل