د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر اېران تورې پورې کړی، چې تېره اونۍ یې په عمان خلیج کې پر یوې اسرائیلي باروړونکې کښتۍ برید کړی دی او دا هغه ادعا ده چې تهران رد کړې ده. نتانیاهو د اسرائېلو له دولتي رسنیو سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، چې دا برید د اېران کار وو. ده اېران د اسرائیل لوی دښمن بللی او زیاته کړه یې ده، چې مخه به یې ونیسي. د اسرائیلو صدراعظم ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسرائیل به د نوموړي برید پر وړاندې کوم غبرګون وښيي وویل، دوی په هر ځای کې دې اېران په هدفونو ګوزارونه کوي. په همدې حال کې د اېران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې هېواد یې د بار وړونکې کښتۍ په برید کې لاس لري. د خطیب زاده په خبره، بنیامین نتانیاهو د هغه په ټکو له اېران سره سودايي شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائېلو یاده کښتۍ چې موټر یې لېږدول د سعودي عربستان د دمام له بندره سنګاپور ته په لاره وه چې د فبرورۍ په ۲۵ له یوې چاودنې سره مخ شوه او په دغه چاودنه کې چاته زیان ندی اوښتی خو اسرائیلي مالک یې ویلي، چې دغه چاودنې د کښتۍ یو پلو د یو نیم متر په اندازه دوه ځایه سورۍ کړې ده.