د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره پر جولان لوړو د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.
اسراییل پر ۱۹۶۷ کال د اسراییل او عربو شپږ ورځنۍ جګړه کې د سوریې دا سیمه ونیوله.
ملګري ملتونه دا سیمه د سوریې خاوره بولي.
ښاغلي ټرمپ دا اعلامیه د اسراییل د لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو په مخ کې لاسلیک کړه چې دا مهال امریکا کې دی.
دا پرمختیا په اسراییل کې له ټولټاکنو دوه اونۍ د مخه کېږي چې پکې ښاغلی نتن یاهو بیا هم د لومړي وزارت لپاره نوماند دی.
بن یمین نتن یاهو ډونلډ ټرمپ ته وویل، دا پرېکړه په داسې مهال ده چې جولان له بل هر وخت د اسراییل امنیت ته ډېر مهم دی.
سوریه وايي، د امریکا دا ګام پر جولان غرونو د دوی د حاکمیت پر حق ښکاره برید دی.
سوریه دا هم وايي، چې په هره وسیله کېږي دا سیمه به بېرته نیسي.
خو ښاغلي نتن یاهو د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې اسراییل هیڅکله هم دا خاوره سوریې ته نه پرېږدي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له امریکايي سیال مایک پمپیو سره ټلېفوني خبرو کې د ښاغلي ټرمپ وروستۍ پرېکړه د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې او ویلي یې دي چې دا ګام یې په سیمه کې تاوتریخوالي ډېروي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ویاند هم وايي، چې د دې اداره له اند د جولان لومړو وضعیت کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او لا هم نیول شوې سیمه بلل کېږي.
د امریکا ولسمشر څلور ورځې مخکې وویل د دې وخت راغلی چې متحده ایالتونه پر جولان لوړو د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژني.