ددغه کمېټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په جلال اباد کې د ملالې میوند تر وژل کېدو وروسته دا دویمه بوږنوونکې پېښه ده خو افغان حکومت یې پر وړاندې بې تفاوته دی. سرچینه وایي افغان حکومت مکلف دی چې ژر تر ژره ددغه پېښو عاملین پيدا کړي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي او د بیان ازادي خوندي کړي. د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه همدا راز وایي چې دوی د ننګرهار وروستۍ پېښه په کلکو ټکو غندي او تمه لري چې حکومت یې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. تېره ورځ مازیګر مهال په مرکز جلال اباد کې د انعکاس په نامه د یوه خصوصي تلویزیون پر درېیو ښځینه کارکوونکو د ښار په دوو بېلو سیمو کې برید وشو چې له امله یې دغه خبریالانې وژل شوې دي. دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.