په جاپان کې د تودوخې د درجې د زیاتوالي په نتيجه کې ۶۵ کسان مړه شوي او ۲۰ زره نور په روغتونونو کې بستر شوي
دي.
پرون د پلازمېنې توکیو شااوخوا سیمو کې د تودوخې درجه ۴۱.۱ سانتي ګراد ته رسېدلې وه.
که څه هم د سې شنبې په ورځ هوا لږ نورمال شوې، خو اټکل شوی چې په پلازمېنه توکيو او نږدې کوماګایا ښار کې به د تودوخې درجه بېرته تر ۳۵ سانتي ګراد لوړه شي.
دا لومړی ځل دی چې له ۱۸۹۶میلادي کال راهيسې په جاپان کې د تودوخې درجه دومره زیاته شوې ده.