موټر بم چاودنه پرون د جولای ۱۳ سهار ۱۱ بجې د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ مخته رامنځته شوه.
د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایي: په ابیک ښار کې دا برید د ملي امنیت ریاست پر ودانۍ تر سره شو چې د برید کوونکو په وژل کیدو سره پای ته ورسید.
د یاد ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي رسنیو ته ویلي چې درې تنو بریدګرو تر موټر بم وروسته هم ډزې کړې چې د دوو تنو جسدونه تر وژل کیدو وروسته پیژندل شوي دي.
د سمنګان د روغتیا رئیس ډاکټر خلیل مصدق ویلي : د پېښې له ځای دوی ته ۶۳ تنه ټپیان وروړل شوي چې ۱۰ یې امنیتي سرتیري او پاتې ملکي وګړي دي. هغه وویل چې په ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.
د سمنګان د روغتون ډاکټرانو د لسو تنو ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د سمنګان ولایتي شوری وايي: د موټر بم چاودنې له امله د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ تخریب شوې دي.