وروستي خبرونه
د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پایلوبه د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل بازانو په ګټه پای ته ورسیده.
د کرکټ شپږیزه لیګ سیالیو پایلوبه د کابل بازانو او د مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت ۱۲ بجې ترسره شوه.
د لوبې بچه یا ټاس د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدراڼ وګټله او د بال کولو پریکړه یې وکړه، د کابل بازانو، میس عینک لوبډلې ته په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۴۰ هدف کیښود چې میس عینک لوبډلې ونه شوی کولی یاد هدف پوره کړي او د لوبې په ۱۹م اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
مس عینک لوبډلې تیر کال د شپږیزې کرکت لیګ اتلولي خپله کړې وه.
د شپږو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې له ۱۰ ورځو راهیسې په کابل کې روانې وې
په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې شپږو لوبډلو لوبه ترسره کړه، څلورو لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار وکړه چې میس عینک اتلان، بند امیر ښاماران او بٌست ساتونکي لوبډلې وې او دوه لوبډلې سپین غر ټایګرز او امو نهنګان په دوهم پړاو کې پاتې شوې.
سپین غر د پنځه سیالیو نه دوه وګټلې، او درې يې وبایللې، امو لوبډلې بیا خپلې ټولې پنځه لوبې وبایللې.
د شپږیزې کریکت لیګ سیالۍ د سپټمبر په شپږمه پیل شوې او د همدې میاشتې په شپاړسمه پای ته ورسیدې.
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د ملي امنیت پر ریاست د موټر بم چاودنې له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ تنه ټپیان دي.
موټر بم چاودنه پرون د جولای ۱۳ سهار ۱۱ بجې د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ مخته رامنځته شوه.
د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایي: په ابیک ښار کې دا برید د ملي امنیت ریاست پر ودانۍ تر سره شو چې د برید کوونکو په وژل کیدو سره پای ته ورسید.
د یاد ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي رسنیو ته ویلي چې درې تنو بریدګرو تر موټر بم وروسته هم ډزې کړې چې د دوو تنو جسدونه تر وژل کیدو وروسته پیژندل شوي دي.
د سمنګان د روغتیا رئیس ډاکټر خلیل مصدق ویلي : د پېښې له ځای دوی ته ۶۳ تنه ټپیان وروړل شوي چې ۱۰ یې امنیتي سرتیري او پاتې ملکي وګړي دي. هغه وویل چې په ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.
د سمنګان د روغتون ډاکټرانو د لسو تنو ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.
د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د سمنګان ولایتي شوری وايي: د موټر بم چاودنې له امله د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ تخریب شوې دي.
په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه
په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه چې په دې ناسته کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي، اوس به د افغان دولت او طالبانو ډلي مرکچي پلاوي د (تماس ډلې) خپلو کارونو ته دوام ورکوي او د خبرو طرزالعمل او مهاوېش به ټاکي او وروسته به د مزاکراتو د اجنډا په اړه ناسته کوي.
ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي "د یادونې ده چې د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کومه برخه یې پاتې ده په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه ".
تر دی دمه د اصلي خبرو د ناستي لپاره کومه معینه نيټه نده ټاکل شوې خو دواړو خواوو د تماس ۱۲ کسیزه ډله جوړه کړی ده.
د تماس دواړو ډلو تېره دوشنبه له ماښام وروسته هم ګډه ناسته لرله او د (سې شبنې) ورځې د ګډې ناستې لپاره یې پر کېدونکو خبرو بحث وکړ.
د افغانستان د سولې خبرو لومړې ناسته شنبه د وږی په ۲۲ د افغان دولت او طالبانو جګپوړو غړو په ګډون د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې پیل شوه، چې د افغان دولت ۱۹ کسیزې ډلې سربیره د ملي مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر او د امریکا متحده ایالتونو، بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ګډون کړی وو.
رستمي: ۱۰۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت افغاني محصولات پلورل شوي
د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د پسرلنیو نندارتونونو له درکه د ۱۰۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت افغاني محصولات پلورل شوي او پهدې برخه کې قراردادونه ترلاسه شوي دي.
پر ډیورند کرښه د پاکستان نوي تاسیسات
افغان حکومت وایي: پر ډیورنډ کرښه د پاکستان حکومت له خوا نوي تاسیسات او هرډول بې قانونه اقدامات د منلو وړ نه دي.
د ننګرهار ولایت د دوربابا اوسیدونکي او په ولسي جرګه کې یو شمېر استازي وایي: د پاکستاني پوځیانو له خوا په څڅوبي سیمه کې د ډیورنډ پرفرضي کرښه نوې دروازه جوړه شوې ده.
ځایي اوسیدونکي او په ولسي جرګه کې یو شمېر استازي د پاکستان حکومت دغه کړنه، سرغړونه ګڼي او وایي: چې پر ډیورنډ کرښه دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له خوا داسې ناقانونه کړنې تر سره کیږي.
موږ خو دلته خپلوۍ او رشتې لرلو. دوی غواړي زموږ دا اړيکه پرې کړي. مخکې يې اغزن تار غځولی و. حکومت ولې غلی دی، بايد چې پوښتنه يې وکړي چې ولې دروازې جوړوي. "
د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اوسیدونکي له حکومت څخه د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د غیرې قانوني کړونو د مخنوي غوښته کوي.
" دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم پر ډیورنډ فرضي کرښه ناقانونه کړنې غندلي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي:"د افغان حکومت پاليسې دا ده چې پر ډيورنډ کرښه او شاوخوا يې هر ډول بې قانونه اقدامات افغان حکومت او ولس ته د منلو نه دي. زموږ په موقف شک مه کوئ. "
دا لومړی ځل نه دی چې افغان ولس پر ډیورنډ کرښه د ناقانونه کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي بلکې پر وړاندې یې څو ځلې پخوا هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې.
ټرمپ پر جولان د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره پر جولان لوړو د اسراییل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.