وروستي خبرونه
ولسمشر غني: د کندهار د خلکو غوښتنې او مشورې منم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۳) د کندهار مخورو سره خبرو کې وویل، چې له دې وروسته به د کندهار خلکو غوښتنې او مشورې مني.
په فرانسه کې سېلابونو ۱۰ کسان وژلي او ۸ یې ټپیان کړي
د فرانسې چارواکي وایي چې د دې هېواد په جنوب لوېدیځ د اود په سیمه کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور سخت ټپیان شوي دي.
عبدالله عبدالله: ناټو د جنرال رازق وژلو کې لاس نه لري
د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وایي، د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې ناټو لاس نه لري.
د ټاکنو لپاره له دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه
د افغانستان امنیتي ادارو په دغه هېواد کې د پارلماني ټاکنو امنیتي پوښښ لپاره خپل پلان اعلان کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته ورسېد
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو سعودي عربستان ته ورسېد.
د ازادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک نامعلومو بریدګرو ټپي کړی
د ازادو سیالیو یا فري فایټ افغان اتل احمد ولي هوتک سخت ټپي شوی دی.