وروستي خبرونه
په پغمان کې د موټر بم برید د وژل شویو شمېر ۱۲ ته پورته شو
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې نن سهار ۹ بجې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان موټر بم برید وشو چې په پایله کې یې د ۴ ځواکونو او ۸ ملکي وګړو په ګډون ۱۲ تنه پکې ووژل شول.
افغانستان کې د ټغر اوبدلو صنعت مخ پر 'ځوړ' دی
د فارياب ولايت د سوداګرۍ او صنايعو اداره وايي، د ټغر اوبدلو صنعت مخ په ځوړ روان دی.
د سمنګان د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي
د سمنګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د دغه ولایت د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي.
د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په شاوخوا کې انتحاري حمله شوې
افغان چارواکي وايي، کابل کې استقلال لېسې ته نېژدې نن یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
افغان ټاکنې: د کابل رایو باطلولو پر پرېکړه له سره غور کېږي
د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، پر پرونۍ پرېکړه له سره غور کوي، چې کابل ولایت کې یې د اوسنیو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې بللې وې.
د ملکي هوايي چلند ادارې د بېړنیو پېښو د وړاندوینې یو سېستم پرانيست
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د یکشنبې به ورځ له بېړنیو پېښو د مخکنۍ خبرتیا سېستم او د هایدرو میترولوژي چارو د پیاوړتیا د تګ لارې په نوم سېستم پرانيست.