د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د انکشافي پروژو د پلي کولو لپاره د بودیجې تصویب ته ډېره اړتیا وه او افغان حکومت د خلکو له استازو مننه کوي چې بودیجې ته یې د تایید رایه ورکړې ده. ولسمشر غني ویلي چې په بودیجه کې اړین تعدیلات راوستل شوي دي او حکومت تمه لري چې وکړی شي ژر تر ژره په ټپه ولاړې پراختیايي او پرمختیايي پروژې پلې کړي. ولسي جرګې تر اوږدو بحثونو وروسته نن د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه د رایو په اکثریت تایید کړه.
په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سیلابونو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
د پاکستان په یو شمېر سیمو کې پرون پنځمه وه چې پرله پسې بارانونه ورېدل.
اووه څلویښت تنه د کراچي په ښار کې او لږ تر لږه شپاړس تنه په خیبر پښتونخوا کې د دې ورښتونو قربانیان دي.
په پاکستان کې موسمي بارانونه او سیلابونه راوتلي چې له امله یې لسګونه کسان وژل شړي.
د بارانونو او سیلابونو له امله په کراچۍ ښار کې ۴۷ څلویښت تنه او په خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.