د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ دریمه یوه ورځنۍ لوبه سبا په بلفاست کې ترسره کیږي.
د دواړو لوریو ترمنځ روانه اونۍ د پنځوس اورونو دوې لوبې وشوې چې یوه یې افغان لوبغاړو او بله یې پرون ایرلند د درې ویکټو په توپیر وګټله.
سبانۍ لوبه مهه ده، ځکه چې د دې لړۍ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه ده او هر لورې که وګټله د دغو یو ورځنیو لوبو جام به خپل کړي.
افغان لوبډلې د ایرلنډ د دې سفر په ترڅ کې تر دې مخکې د شل اورونو له دریو لوبو، دوې ګټلې وې او یوه د باران له امله نه وه شوې.