فرانسې نن په مسکو ښار کې د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام وګټلو. د فرانسې لپاره پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه وکړل. د فرانسې څلور ګول د کروشیا د لوبغاړي لخوا پر خپل ځان وشو. د کروشیا لومړی ګول پېرېسېچ وکړ. ورپسې د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دویم ګول هم وکړ. خو تر هغې وروسته فرانسې په لوبه کې پښه ټینګه کړه او په دې توګه یې د نړۍ د فوټبال اتلولي خپله کړه. دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټي.