د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پایلوبه د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل بازانو په ګټه پای ته ورسیده.

د کرکټ شپږیزه لیګ سیالیو پایلوبه د کابل بازانو او د مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت ۱۲ بجې ترسره شوه.

د لوبې بچه یا ټاس د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدراڼ وګټله او د بال کولو پریکړه یې وکړه، د کابل بازانو، میس عینک لوبډلې ته په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۴۰ هدف کیښود چې میس عینک لوبډلې ونه شوی کولی یاد هدف پوره کړي او د لوبې په ۱۹م اور کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

مس عینک لوبډلې تیر کال د شپږیزې کرکت لیګ اتلولي خپله کړې وه.

د شپږو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې له ۱۰ ورځو راهیسې په کابل کې روانې وې

په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې شپږو لوبډلو لوبه ترسره کړه، څلورو لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار وکړه چې میس عینک اتلان، بند امیر ښاماران او بٌست ساتونکي لوبډلې وې او دوه  لوبډلې سپین غر ټایګرز او امو نهنګان په دوهم پړاو کې پاتې شوې.

سپین غر د پنځه سیالیو نه دوه وګټلې، او درې يې وبایللې، امو لوبډلې بیا خپلې ټولې پنځه لوبې وبایللې.

د شپږیزې کریکت لیګ سیالۍ د سپټمبر په شپږمه پیل شوې او د همدې میاشتې په شپاړسمه پای ته ورسیدې.


پرنت   ايميل