د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، اسلام اباد افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي.
ټاکل شوې روسيه راتلونکو دوو اونيو کې سوريې ته نوي الوتکې ضد توغندي ورکړي.
د امریکا د حکومت یوه ډله پخواني چارواکي د یوه بیان خپرولو سره خبرداری ور کوي چې د ایران په تړاو د اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلار له دغه هېواد سره جګړه پېښولی شي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني عالمانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کې برخه وانخلي.