جلال اباد کې د رسنیو دری کارکوونکې وژل شوې دي

په جلال آباد ښار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون د دوبلې برخې درۍ تنه ښځینه کارکوونکې وژل شوي دي. د یاد تلویزیون رئیس انجینر زلمی لطیفي دا پېښه تاییدوی او وايي، چې نن مازدیګر مهال څلورنیمې بجې نامعلومو وسلوالو د یاد ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند بنګړیوالو کوڅې سره نږدې زمونږ د تلویزیون د دوبلې برخې په ښځینه کارکوونکو برید کړی، چې په نتیجه کې دریو واړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د عیني شاهدانو په وینا، یو تن وسلوال د تنفګچې په واسطه د انعکاس خصوصي رادیو تلویزیون دوې ښځینه کارکوونکې د بنګړیوالو په کوڅه او د یاد تلویزیون یوه بله کارکوونکې د جلال اباد د څلورمې ناحیې اړوند په قصبه سیمه کې په ډزو وژلې ده. وسلوال هم له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې دری میاشتې وړاندې د ملالې میوند په نوم د انعکاس تلویزیون یوه بله خبریاله هم په جلال اباد ښار کې وژل شوې ده چې مسؤلیت یې داعش وسلوالې ډلې په غاړه واخیست.


پرنت   ايميل