د طالبانو بې پروايۍ د دوحې هوکړې ته زیان اړولی دی

لاس انجلس تایمز ورځپاڼه وايي، چې که څه هم زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په شوې هوکړه کې دوی ته ډېر امتیازونه ورکړي دي خو طالبانو په لوی لاس نوموړې هوکړه زیانمنه کړه. د یادې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دا چې طالبانو د هوکړې په خلاف نه یوازې اوربند ته زمینه برابره نه کړه، بلکې تاوتریخوالی یې زیات کړ او د افغانستان په هره خوا کې یې جګړو ته زور ورکړی دی. د ورځپاڼې په باور، په دوحه کې په شوې هوکړه کې طالبانو ډېرې ژمنې کړې وې چې په ډېرو یې تر اوسه عمل نه دی کړی، نو د یادې هوکړې د زیانمنېدو مسؤلین پخپله طالبان دي ځکه چې یادې ډلې په بې پروايۍ له هوکړې سرغوړنې کړې دي. د ورځپاڼې په خبره، طالبانو په خپل دريځ روښانه کړې چې د جګړې کمولو ته چمتووالی نه لري. بلخوا بیا وسلوال طالبان د دوحې هوکړې ته ځان ژمن بولي او پدې ټینګار کوي، چې امریکا باید شوې هوکړه په پوره ډول عملي کړي.


پرنت   ايميل