د افغان او زېمبابوې کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ لوبډله د زېمبابوې هېواد کرکټ لوبډلې سره ټېسټ لوبې کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي، چې د سې شنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله له زېمبابوې لوبډلې سره د دوو ټیسټ لوبو لړۍ پیلوي او وروسته له هغه به درې نړیوالې شل اورېزې لوبې هم ترسره کړل شي. دده په خبره، افغان ملي لوبډله نوموړو سیالیو ته پوره چمتووالی لري. د یادونې وړ ده چې دا لوبې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي.


پرنت   ايميل