خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره نن په کابل کې لیدلي او د افعان سولي په تړاو یې خبرې، اترې کړې دي. د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي، پدې لیدنه کې دواړو لورو د تاوتریخوالي په درېدو او د سولې پروسې په چټکتیا ټینګار وکړ. ویل کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی به دلته له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره هم وګوري او لدې لیدنې وروسته به دوحې او یو شمېر نورو سیمه ئیزو هېوادونو ته سفرونه وغځوي چې له هغوی سره به هم د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.


پرنت   ايميل