خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي

افغانستان کتل شوي: 236

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان، دوحې او یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې ښاغلی خلیلزاد به د یاد سفر په لړ کې د طالب استازو، افغان حکومت مشرانو او دسیمې هېوادونو له استازو سره لیدنه وکړي چې هدف به یې، د افغان سولې په تړاو خبرې وي. د یادونې وړ ده چې د خلیلزاد داسفر پداسې مهال تر سره مېږي چې د دوحې او امریکا تر منځ د دوحې د شوي تړون یو کال پوره شوی او دواړه لوري د تړون په عملي کولو د ټینګار خبره کوي.

پرنت