د افغانستان ولسمشر د بودیجې د تصویب له امله له ولسي جرګې مننه وکړه.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د انکشافي پروژو د پلي کولو لپاره د بودیجې تصویب ته ډېره اړتیا وه او افغان حکومت د خلکو له استازو مننه کوي چې بودیجې ته یې د تایید رایه ورکړې ده. ولسمشر غني ویلي چې په بودیجه کې اړین تعدیلات راوستل شوي دي او حکومت تمه لري چې وکړی شي ژر تر ژره په ټپه ولاړې پراختیايي او پرمختیايي پروژې پلې کړي. ولسي جرګې تر اوږدو بحثونو وروسته نن د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه د رایو په اکثریت تایید کړه.


پرنت   ايميل