په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ډلې مرکچي پلاوي ترمنځ ناسته ترسره شوه چې په دې ناسته کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي، اوس به د افغان دولت او طالبانو ډلي مرکچي پلاوي د (تماس ډلې) خپلو کارونو ته دوام ورکوي او د خبرو طرزالعمل او مهاوېش به ټاکي او وروسته به د مزاکراتو د اجنډا په ا‌‌ړه ناسته کوي.

ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي "د یادونې ده چې د ناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کومه برخه یې پاتې ده په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان د ارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه ".

تر دی دمه د اصلي خبرو د ناستي لپاره کومه معینه نيټه نده ټاکل شوې خو دواړو خواوو د تماس ۱۲ کسیزه ډله جوړه کړی ده.

 د تماس دواړو ډلو تېره دوشنبه له ماښام وروسته هم ګډه ناسته لرله او د (سې شبنې) ورځې د ګډې ناستې لپاره یې پر کېدونکو خبرو بحث وکړ.

د افغانستان د سولې خبرو لومړې ناسته شنبه د وږی په ۲۲ د افغان دولت او طالبانو جګپوړو غړو په ګډون د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې پیل شوه، چې د افغان دولت ۱۹ کسیزې ډلې سربیره د ملي مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر او د امریکا متحده ایالتونو، بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ګډون کړی وو.


پرنت   ايميل