پر ډیورند کرښه د پاکستان نوي تاسیسات

افغان حکومت وایي: پر ډیورنډ کرښه د پاکستان حکومت له خوا نوي تاسیسات او هرډول بې قانونه اقدامات د منلو وړ نه دي.

د ننګرهار ولایت د دوربابا اوسیدونکي او په ولسي جرګه کې یو  شمېر استازي وایي: د پاکستاني پوځیانو له خوا په څڅوبي سیمه کې د ډیورنډ پرفرضي کرښه نوې دروازه جوړه شوې ده.

ځایي اوسیدونکي او په  ولسي جرګه کې یو شمېر استازي د پاکستان حکومت دغه کړنه، سرغړونه ګڼي او وایي: چې پر ډیورنډ کرښه دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان له خوا داسې ناقانونه کړنې تر سره کیږي.

موږ خو دلته خپلوۍ او رشتې لرلو. دوی غواړي زموږ دا اړيکه پرې کړي. مخکې يې اغزن تار غځولی و. حکومت ولې غلی دی، بايد چې پوښتنه يې وکړي چې ولې دروازې جوړوي. "

د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اوسیدونکي له حکومت څخه د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د غیرې قانوني کړونو د مخنوي غوښته کوي.

" دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ هم پر ډیورنډ فرضي کرښه ناقانونه کړنې غندلي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي:"د افغان حکومت پاليسې دا ده چې پر ډيورنډ کرښه او شاوخوا يې هر ډول بې قانونه اقدامات افغان حکومت او ولس ته د منلو نه دي. زموږ په موقف شک مه کوئ. "

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ولس پر ډیورنډ کرښه د ناقانونه کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي بلکې پر وړاندې یې څو ځلې پخوا هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې.


پرنت   ايميل