"راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي"

د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به دغه هېواد ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي. د ملکي هوايي چلند ادارې مشر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دغه الوتنې د یوه نوي نړیوال لارښود او د کورونا وېروس مخنیوي په موخه ټولو روغتیایې لارښوونو ته په پام سره تر سره کېږي.

د دغې ادارې په وینا، د نوې پرېکړې پر بنسټ به د افغانستان کورني هوايي شرکتونه هم بهر ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمدقاسم وفایي زاده له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په پام کې ده، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې له افغانستانه بهر او له بهره افغانستان ته د بهرنیو او کورنیو هوایي شرکتونو الوتنې پیل شي.

ښاغلي وفايی زاده زیاته کړه چې ځېنې شرکتونو لکه العربیه غوښتل د جون له لسمې نېټې الوتنې پیل کړي ، د ترکیې هوايي شرکت د جون له اوولسمې د الوتنو د پيل اعلان کړی او امارات شرکت څو ورځې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته به د روانې جون میاشتې پر ۲۵ الوتنې پيل کړي.

خو نوموړی وايي وضعیت د بدلون په حال کې دی:

"وضعیت په تغییر کې دی دا چې د افغانستان او خپل هېواد وضعیت په اړه د هغوی ارزونه څه ده؟ ممکن تغییرات راشي خو عمومي ارزونه داده چې د جون تر پایه به که خدای کول نړیوال پروازونه پیلیږي."

.

د نوموړي په خبره د هند په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د راتلونکې جولای پورې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولي

د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي، په کوردننه د کورنیو هوايي شرکتونو له لوري الوتنې د روغتیا وزارت له خوا د کورونا وېروس د وضعیت ارزونې پورې اړه لري.

د نوموړي په وینا روغتیا وزارت به په راتلونکو څو ورځو کې د کورونا وېروس په اړه خپله وروستۍ ارزونه کابینې ته وړاندې کړي. د هغه په خبره که کابینه د کورنیو پروازونو په اړه هر ډول پرېکړه وکړي، د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره به یې عملي کړي.

د کورونا وېروس له خپرېدو او قرنطین رامنځته کېدو سره سم، د هوايي چلند صنعت د ژوند د نورو برخو په څیر ودرېده او د نورې نړۍ په څېر په افغانستان کې هم هوايي شرکتونو له همدې امله درانه مالي زیانونه ولیدل.

دې موده کې د کم شمېر استثنايي الوتنو پرته نورې عادي الوتنې ځنډول شوي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې خپله دې ادارې او دوو نورو افغان هوايي شرکتونو، اریانا افغان او کام ایر کابو ۴۵ میلیون ډالر زیان کړی.

د دغې ادارې په وینا ۲۰ میلیونه ډالر کام ایر، تر لس میلیونه ډالرو ډېر اریانا افغان او نږدې ۱۵ میلیونه ډالر د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې ته رسیدلی دی.دي.


پرنت   ايميل