رستمي: ۱۰۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت افغاني محصولات پلورل شوي

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د پسرلنیو نندارتونونو له درکه د ۱۰۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت افغاني محصولات پلورل شوي او په‌دې برخه کې قراردادونه ترلاسه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن رسنیو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د کابل په بادام باغ کې د پنځه ورځني نندارتون په پای کې د ۲۶ مېلیونه افغانیو په ارزښت محصولات پلورل شوي او ۷۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیا له متشبثینو او صنعت کارانو سره سوداګرو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د نوموړي په خبره، په‌دغه پسرلني نندارتون کې چې د ۱۳۹۸ لمریزکال د حمل میاشتې په دوهمه نېټه جوړ شوی وو، افغاني کرنیزمحصولات، د ښځو لاسي صنایع، وچې او تازه مېوې، زعفران او ګڼ نور محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.


پرنت   ايميل