شاوخوا درې اونۍ هغه څه ته چې دوهمه بینالافغاني غونډه بلل کېږي، پاتې دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي ظاهراً پهدې غونډه د ګډون لېواله ده.
مېرمن سرابي تېر ماښام له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تراوسه رسماً دوی ته پهدې غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې.
نوموړې وویل:
"هغه څه چې په قطر کې ترسره کېږي البته د قطر په بلنه ده. موږ د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر لرو، له هغه سره پهدې اړه بحثونه شوي دي. تراوسه د سولې عالي شورا استازو ته په رسمي ډول بلنه نهده ورکړل شوې."
د مېرمن سرابي تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د قطر د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې تمه ده د افغانستان د حکومت استازي هم پهدې دوهمه بینالافغاني غونډه کې ګډون وکړي.
د دې غونډې هدف د افغانستان له بحرانه د وتلو لپاره د یوې حللارې موندل ښودل کېږي.
د قطر سرچینې چې نوم یې نهدی ښودل شوی، انټرفاکس ته ویلي چې د قطر د غونډې د ګډونوالو شمېر به د مسکو تر غونډې لوړ وي، یانې شاوخوا سل تنه به وي.
تر اوسه د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومتي استازي ګډون رسماً نهدی تأیید شوی.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ له امریکایي او چینایي چارواکو سره تر لیدو وروسته په واشنګټن کې وویل چې دوهمه بینالافغاني غونډه به د اپریل پر ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.