وروستي خبرونه:

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په ننګرهار کې د دریو ښځینه خبریالانو وژل کېدل غندلي

ددغه کمېټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په جلال اباد کې د ملالې میوند تر وژل کېدو وروسته دا دویمه بوږنوونکې پېښه ده خو افغان حکومت یې پر وړاندې بې تفاوته دی. سرچینه وایي افغان حکومت مکلف دی چې ژر تر ژره ددغه پېښو عاملین پيدا کړي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي او د بیان ازادي خوندي کړي. د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه همدا راز وایي چې دوی د ننګرهار وروستۍ پېښه په کلکو ټکو غندي او تمه لري چې حکومت یې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. تېره ورځ مازیګر مهال په مرکز جلال اباد کې د انعکاس په نامه د یوه خصوصي تلویزیون پر درېیو ښځینه کارکوونکو د ښار په دوو بېلو سیمو کې برید وشو چې له امله یې دغه خبریالانې وژل شوې دي. دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.

جلال اباد کې د رسنیو دری کارکوونکې وژل شوې دي

په جلال آباد ښار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون د دوبلې برخې درۍ تنه ښځینه کارکوونکې وژل شوي دي. د یاد تلویزیون رئیس انجینر زلمی لطیفي دا پېښه تاییدوی او وايي، چې نن مازدیګر مهال څلورنیمې بجې نامعلومو وسلوالو د یاد ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند بنګړیوالو کوڅې سره نږدې زمونږ د تلویزیون د دوبلې برخې په ښځینه کارکوونکو برید کړی، چې په نتیجه کې دریو واړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د عیني شاهدانو په وینا، یو تن وسلوال د تنفګچې په واسطه د انعکاس خصوصي رادیو تلویزیون دوې ښځینه کارکوونکې د بنګړیوالو په کوڅه او د یاد تلویزیون یوه بله کارکوونکې د جلال اباد د څلورمې ناحیې اړوند په قصبه سیمه کې په ډزو وژلې ده. وسلوال هم له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې دری میاشتې وړاندې د ملالې میوند په نوم د انعکاس تلویزیون یوه بله خبریاله هم په جلال اباد ښار کې وژل شوې ده چې مسؤلیت یې داعش وسلوالې ډلې په غاړه واخیست.

د بایډن له نوې ادارې افغان جګړې لار ورکه کړې ده.

برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د افغان جګړې په اړه په خپله خپره کړې لیکنه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوسنۍ اوږده جګړه په میراث پاتې ده. د ورځپاڼې په باور، د افغانستان کړکېچن وضیعت د بایډن اداره حیرانه کړې ده. د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، بایډن چې د یاد هېواد په اړه هر تصمیم نیسي له خطرونو به خالي نه وي، ددې لپاره چې دوی نپوهېږې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي او که د وتلو  وخت بدل کړي او دا هغه مهم تصمیم دی، چې د امریکا په اوسنۍ ادارې یې هم سر ګرځولی دی. ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې د پخواني ولسمشر ټرمپ بې پروايي او وارخطايۍ د بایډن اداره له یو لوی سرخوږي سره مخ کړې ده ځکه چې هغه ددې موضوع د یو طرفه کولو لپاره په بېړه ګامونه واخیستل چې هیڅ مناسبه نه وه. ګارډین ورځپاڼه وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې په تېره میاشت کې د افغانستان د څېړنې یوې ډلې د امریکا متحده ایالاتو ګانګرس ته وړاندیز کړی وو چې له افغانستان څخه دې د امریکایانو د وتلو بهیر له ځنډ سره مخ کړي، ددې لپاره چې طالبانو په خپلو کړو ژمنو عمل ندی کړی.

د طالبانو بې پروايۍ د دوحې هوکړې ته زیان اړولی دی

لاس انجلس تایمز ورځپاڼه وايي، چې که څه هم زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په شوې هوکړه کې دوی ته ډېر امتیازونه ورکړي دي خو طالبانو په لوی لاس نوموړې هوکړه زیانمنه کړه. د یادې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دا چې طالبانو د هوکړې په خلاف نه یوازې اوربند ته زمینه برابره نه کړه، بلکې تاوتریخوالی یې زیات کړ او د افغانستان په هره خوا کې یې جګړو ته زور ورکړی دی. د ورځپاڼې په باور، په دوحه کې په شوې هوکړه کې طالبانو ډېرې ژمنې کړې وې چې په ډېرو یې تر اوسه عمل نه دی کړی، نو د یادې هوکړې د زیانمنېدو مسؤلین پخپله طالبان دي ځکه چې یادې ډلې په بې پروايۍ له هوکړې سرغوړنې کړې دي. د ورځپاڼې په خبره، طالبانو په خپل دريځ روښانه کړې چې د جګړې کمولو ته چمتووالی نه لري. بلخوا بیا وسلوال طالبان د دوحې هوکړې ته ځان ژمن بولي او پدې ټینګار کوي، چې امریکا باید شوې هوکړه په پوره ډول عملي کړي.

ویدیوگانی

Video 1

Video 1

Video 1