د هندوستان په کیراله ایالت کې سختو سېلابونه پر ډېرو مالي زیانونه سربېره تر دا دمه د ۳۲۴ کسانو ژوند هم اخیستی دی.
د چارواکو په خبره، تر اوسه څه باندې ۲۰۰ زره زیانمن شوي کسان په ۱۵۰۰ پناځیو کې ځای پر ځای شوي دي.
دمګړۍ زرګونه کسان په اوبو کې ګیر پاتې دي چې د ژغورنې لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
په کیراله ایالت کې له څو اونیو راهیسې اورښتونه ورېږي چې له امله پراخ سېلابونه راوتلي دي.
د مرسته رسوونکو په ډله کې سلګونه پوځیان هم شته. ځايي چارواکي وايي، وروستي سېلابونه په دغه ایالت کې د پېړۍ تر ټولو خونړي او ورانکاري هغه دي.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم له زیانمنو شویو سیمو لیدنه کړې ده.
د چارواکو په خبره، تر اوسه څه باندې ۲۰۰ زره زیانمن شوي کسان په ۱۵۰۰ پناځیو کې ځای پر ځای شوي دي.