اتن ته نږدې د اور لګېدو په پېښه کې ۵۰ تنه وژل شوي

د یونان د پلازمینې اتن په ختیځ کې په یوه ځنګله کې د اور له امله د وژل شوېو کسانو شمېر نن پنځوسو ته ورسېد.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ۲۶ کسانو مړي یې تازه پیدا کړي دي.

تردې مخکې د ۲۴ کسانو مړینه تأیید شوې وه.

اور وژونکو ویلي چې څه باندې سل کسان په دې اور کې ټپيان شوي دي چې د ځینو وضعیت نازک دی او کیدای شي د مړو شمېر زیات شي.

پلازمېنې اتن ته نېږدې دا مرګونی اور په یوه لسیزه کې سابقه نه لري.

د سانتي ګراد په کچه ۴۰ درجې توده هوا او شمال د اور هغه لمبې لا پراخې کړي چې د سختې ګرمۍ له کبله په ځنګلونو کې پیل شوی دی.

اتن ته نېږدې په دې ځنګلي سیمه کې ګڼو خلکو د اوړي رخصتۍ تېرولې.

 پخواني معلومات

د يونان چارواکو نن ويلي چې پلازمېنې اتن ته نږدې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ٢٤ کسان مړه شوي دي.

دا په‎دغه هېواد کې تر يوې لسيزې زياته موده کې د اور لګېدنې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.

د اتن په لوېديځ او ختيځ کې دغه اور په‎داسې حال کې ولګېد چې د ګرمۍ درجه ۴۰ سانتي ګرادو ته لوړه شوې وه او تُند بادونه چلېدل.

راپورونه وايي، په اور لګېدنه کې تر ١٠٠ زيات کسان ټپيان شوي چې د ځينو وضعيت نازک دى او چارواکو ويلي چې د مړو شمېر ښايي زيات شي.

د يونان صدراعظم الکسيس څيپراس بوزنيا-هرزګوينا ته خپل سفر لنډ کړ او خپل هېواد ته ستون شو.


پرنت   ايميل