چارواکي وایي، د اندونیزیا د سولاوسي ټاپو په پالو ښار کې زلزلې او ورسره څونامي لږ تر لږه اته څلوېښت تنه وژلي دي.
د پالو په ښار کې چې نژدې درې نیم لکه نفوس لري پرون د اووه اعشاریه پنځه ریښتر درجې زلزلې وشوه، له دې سره د سمندر اوبه تر دوو مترو لوړې شوې.
د اندونیزیا له طبیعي افتونو سره د ژغورنې د ادارې ویاند وایي چې د پالو ښار څلورو روغتونونو د اته څلویښت مړیو خبر تایید کړی دی، په سلګونو کسان ټپیان شوې او لاهم د نورې مرګ ژوبلې اټکل کېږي.
په تلویزیوني تصویرونو کې ښکارې چې پلونه نړېدلي، سړکونه مات شوي او ودانۍ چپه شوې.