د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب پلازمینې دوشنبې ته تللی او د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي. په دې لیدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پر جوړېدو، بین الافغاني خبرو او ددواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. تاجک چارواکو ویلي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو ته تیار دي او د هغه سولې ملاتړ کوي چې دلته د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او روانه جګړه ختمه کړي. په دې لیدنه کې همدا راز پلازمینې دوشنبې ته د ولسمشر غني د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي


پرنت   ايميل